Kabulافغانستانامنیتدری

غزه کې له اوربند وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 07:22:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په غزه کې د اوربند له ټینګېدو وروسته په تېرو ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي دي. په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر نن (جمعه) پر اېکس‌پاڼه د دغه بنسټ د ویاندې لوئیز واټریج له قوله لیکلي چې له اوربند سره سره ماشومان لا هم د تاوتریخوالي قرباني کېږي. واټریج ویلي: «نړۍ دې ته اوربند وایي، خو په غزه کې کورنۍ لا هم خپل ماشومان خاورو ته سپاري.» هغې د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې په غزه کې د اوربند له ټینګېدو وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان وژل شوي دي. لوئیز واټریج ویلي: «د غزې اوسېدونکي له سختو شرایطو سره مخ دي، تر خېمو لاندې له ډېرو کمو امکاناتو سره شپې او ورځې تېروي، ماشومان په بېلابېلو ناروغیو او خوارځواکۍ اخته دي، د روغتونونو ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې او د درملو او طبي تجهیزاتو کمښت په څرګند ډول محسوسېږي.» هغې په غزه کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې پر دوام اندېښنه ښودلې او د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 07:22:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزه کې له اوربند وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-07 11:49:57

غزه کې له اوربند وروسته په ۳۰۰ ورځو کې لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان شهيدان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button