Summary: د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه راټول کړل شوي ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول ډاکټر فهیمالله لودین باختر اژانس ته وویل، چې دغه توکي د خوړو او درملو د څار او پلټنې امریت له لوري د څو اوونیو د څارنې او پلټنو په ترڅ کې راټول کړل شوي وو. ورته مهال د لوګر د خوړو او درملو د څار او پلټنې امر ډاکټر سمیعالله صدیقي ټینګار وکړ، چې د بازارونو د څارنې لړۍ به دوام ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وپلوري.
اطلاعات کوتاه
مکانلوګر
موضوعHealth
منابع1
بهروزرسانی2026-08-07 22:22:05
خط زمانی
-
Bakhtar
لوګر کې ۸ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي وسوځول شول