افغانستانامنیتدریهرات

په هرات کې یوه ښځه د دوه کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-08 01:10:06🎙 رادیو را بشنوید

په هرات ښار کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې یوې ۵۵ کلنې کارګرې ښځې، چې له ۱۵ کلونو ډېر وخت یې د دوی په کور کې کار کړی، د دوی دوه کلن ماشوم له پنځم پوړ څخه غورځولی دی. د کورنۍ په وینا، پېښه د پنجشنبې په سهار د هرات ښار د قول‌اردو فامیلیو په سیمه کې هغه مهال شوې چې د کورنۍ غړي د ورک شوي موبایل په لټه کې له کوره وتلي وو او دوه کلن ماشوم نوران په کور کې پاتې و. د کورنۍ غړو یې ویلي، ماشوم له پنځم پوړ څخه له غورځېدو وروسته ساه ورکړې ده. دوی ادعا کوي چې یاده ښځه د کورنۍ له خپلوانو څخه ده او په همدې کور کې یې یوه خونه هم لرله. د کورنۍ په وینا، دوی له هغې غوښتنه کړې وه چې که موبایل یې اخیستی یا یې په کوم ځای کې لیدلی وي، بېرته یې ورکړي، خو نوموړې ویلي چې د موبایل په اړه معلومات نه لري. د ماشوم کورنۍ په دې وروستیو کې له جرمني څخه هرات ته د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره تللې وه. بلخوا سیمه ییزو چارواکو ویلي، یاده میرمن یې نیولې او په لومړنیو څېړنو کې یې پخپل جرم اعتراف هم کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-08 01:10:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    په هرات کې یوه ښځه د دوه کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-08 01:08:27

په هرات کې یوه ښځه د دوه کلن ماشوم د وژلو په تور نیول شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button