Developmentافغانستانپرواندری

پروان کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentپروان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-08 10:27:19🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پروان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د کوه ‌صافي ولسوالۍ په موسوم کلي کې د څه باندې ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ریاست د نشراتو مسوول محمد صبور رویت باختراژانس ته وویل، چې دغه شبکه د اغاخان بنسټ په مالي ملاتړ څه باندې ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه خصوصي ساختماني شرکت له لوري او د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې جوړه شوې ده.د نوموړي په وینا، په دغه پروژه کې د ۲ زره ۲۱۷ متره په اوږدوالي او د پایپ لاین غځول، د ۲۰ متره مکعب اوبو په ظرفیت د زېرمې رغول، د ۵۸۰ واټه په ظرفیت د ۸ سولرونو، ۳۸ شیردهنونو نصبول او د ۲۶ متره په ژوروالي د یوه څاه کیندل شامل دي. د مسوولینو په خبره، د دغې شبکې په بشپړېدو سره د کوه‌ صافي ولسوالۍ لسګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانپروان
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-08 10:27:19

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پروان کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-08 09:55:38

پروان کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button