Kabulافغانستانامنیتپښتو

معنوي: د طالبانو د جنایتونو په اړه د نړیوالې جزايي محکمې ځنډ د… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-09 03:40:30🎙 راډیو واورئ

د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو له خوا د ښځو د جنسیتي ځورونې د ادعاوو د څېړنې لپاره د نړیوالې جزايي محکمې د قاضیانو د وروستي اقدام هرکلی کړی، خو وايي چې د افغانستان د روانو جنایتونو په اړه د قضايي پروسې ځنډ د اندېښنې وړ دی. د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، چې دا اعتراض د طالبانو پر وړاندې د مدني مبارزو یوه لړۍ ده چې د دې ډلې د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي. معترضو ښځو وویل، دوی هماغه ښځې دي چې پنځه کاله مخکې یې په کابل کې د طالبانو پر وړاندې مدني اعتراضونه پیل کړل او د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې له وېرې او ځپنې سره سره د «زده‌کړو، کار او ازادۍ» شعارونه پورته کړل. هغوی ټینګار وکړ، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره سره یې موخې نه دي بدلې شوي او لا هم د افغانستان د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، عادي ژوند ته د ښځو او نجونو د ستنېدو، زده‌کړو او کار ته د هغوی د لاسرسي، ازادۍ او په ټولنه کې د برابر ګډون غوښتونکې دي. د معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي، چې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په کلونو کې یوازې د دوی د مبارزې بڼه او ځای بدل شوی، خو غږ یې نه‌دی چوپ شوی. دوی…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 03:40:30

مهالوېش

  1. AF International

    معنوي: د طالبانو د جنایتونو په اړه د نړیوالې جزايي محکمې ځنډ د عدالت فرصت له منځه وړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-09 02:46:33

معنوي: د طالبانو د جنایتونو په اړه د نړیوالې جزايي محکمې ځنډ د عدالت فرصت له منځه وړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button