Englishافغانستانامنیت

راپور: بلوچستان د جولای په میاشت کې د پاکستان تر ټولو خونړی ایالت… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-09 03:40:30🎙 Listen to radio

د برېتانیا ډېپلوماټ ورځپاڼې د څېړنیز راپور له مخې، بلوچستان د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د پاکستان خونړی ایالت و چې په ۱۷۶ بریدونو کې ۴۳۸ کسان وژل شوي؛ راپور همداراز ادعا کوي چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو ځینې غړي په بلوچستان کې د طالبانو ضد فعالیتونو لپاره بیا تنظیمېږي. د افغان کډوالو په وینا، په کراچۍ ښار کې مېشت له نیمایي څخه زیات افغان کډوال، ځینې یې په خپله خوښه، ځینې یې د نیول او اېستل کېدو د وېرې له امله له دغه ښاره تللي دي. خو هغه کډوال چې لا هم په کراچۍ کې پاتې دي، په داسې وضعیت کې دي چې له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر نه‌شي وتلای. یو ۲۸ کلن کډوال سید خان [مستعار نوم] چې د ټولې کورنۍ د لویو او وړو غړو شمېر نږدې ۴۰ کسانو ته رسېږي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، هغه کورونه چې دوی پخوا په‌کې اوسېدل پرېښي یې دي، ځکه د شپې به یې پر کورونو چاپې وهل کېدې او اوس یې خپلې کډې نورو ځایونو ته انتقال کړې دي. هغه زیاته کړه، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې پرې سخت حالت راغلی او «اوس تر ډېره هغه کورنۍ نیول کېږي چې څوک یې پولیسو او رېنجرز ځواکونو ته په اړه معلومات ورکړي». هغه ادعا وکړه، چې پولیس او رېنجرز ځواکونو…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-09 03:40:30

Timeline

  1. AF International

    راپور: بلوچستان د جولای په میاشت کې د پاکستان تر ټولو خونړی ایالت و

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-09 02:34:37

راپور: بلوچستان د جولای په میاشت کې د پاکستان تر ټولو خونړی ایالت و

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button