Summary: د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې ګډونوالو لوبډلو د نیزهوهنې په برخه کې خپلې وړتیاوې وازمویلې، چې په پایله کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، فلک شیر لوبډلې د ۳۲ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او د یحییخېل ولسوالۍ لوبډلې د ۳۰ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د نیزهوهنې ورزش ته وده ورکول، د ځوانانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل دي.
اطلاعات کوتاه
مکانپکتیکا
موضوعSports
منابع1
بهروزرسانی2026-08-09 10:32:08
خط زمانی
-
Bakhtar
پکتیکا کې د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې