Summary: د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د بابوس په کلي کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ فعال شوی، چې له امله یې زرګونو کسانو ته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي. د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع عابد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاد سایټ د دغه ریاست په هڅو او همکارۍ نصب او فعال شوی دی.د نوموړي په وینا، د سایټ په فعالېدو سره د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د دویم او درېیم نسل مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د مناسب کیفیت لاسرسی برابر شوی دی.هغه زیاته کړه، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي، د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ په ولایت کې پلان شوي نور مخابراتي سایټونه هم په بېلابېلو سیمو کې نصب او فعال کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو