Economyافغانستانبلخدری

د ځان بسیاینې پر لور بل ګام؛ بلخ کې د نفتو نوې چاڼخونه… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-09 22:33:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: په بلخ ولایت کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د نفتو یوه چاڼخونه جوړه او فعالیت یې پیل کړی، چې په ۲۴ ساعته کې د ۶۰۰ ټنه د سوند توکو د تصفیې ظرفیت لري. د یادې چاڼخونې مسوولینو باختر اژانس ته ویلي، چې په دې تصفیه خونه کې د زمردسای، انګوت او قشقرې کانونو خام توکي پروسس کېږي چې له چاڼ وروسته په ډیزلو، پټرولو او مازوتو بدلېږي.د یادې فابریکې تخنیکي انجنیر احمد جاوید بېګزاد وايي، دغه تصفیه‌خونه د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د هېوادوالو د اړتیا پوره کولو په موخه جوړه شوې ده.د نوموړي په خبره، په دې چاڼخونه کې د خامو نفتو د تصفیې بهیر د پرمختللو وسایلو په مټ ترسره کېږي چې دا مهال له ۱۰۰ ډېر کسان پکې په کار بوخت دي.په دغه کارخونه کې لګیا کارګرو ویلي، د ورته کارخونو فعالیت به نه یوازې د هېوادوالو اقتصاد پیاوړی کړي، بلکې دا به د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د وارداتو ګراف را ټیټ کړي.د یادونې ده، چې په بلخ کې شاوخوا ۱۰ ورته کارخونې په کار لګیا دي چې کورني خام توکي له چاڼ وروسته بازار ته وړاندې کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-09 22:33:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د ځان بسیاینې پر لور بل ګام؛ بلخ کې د نفتو نوې چاڼخونه فعاله شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-09 10:45:00

د ځان بسیاینې پر لور بل ګام؛ بلخ کې د نفتو نوې چاڼخونه فعاله شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button