کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د تعقیب او تطبیق لپاره د لوړپوړو مسوولینو په مشرۍ د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه شوې څو د یادو پروژو کارونه په ښه ډول پر مخ ولاړ شي. اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن (دوشنبه) د هرات ولایت په تورغونډۍ کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان د راتلونکو ګډو اقتصادي فعالیتونو په اړه د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره خبرې وکړې. سرچینه زیاتوي، ملا عبدالغني برادر اخند په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ شریکولو په موخه قربانقلي بردي محمدوف ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او تمه ده چې پاتې چارې به یې پر ټاکلي وخت بشپړې شي. ملابرادر د ترکمنستان له ملي رهبره وغوښتل چې دواړه هېوادونه د ګاز د قیمت په اړه هوکړې ته ورسېږي او د قیمت ټاکلو فارمول داسې تعدیل شي، چې د ګاز په قیمت کې د اروپايي بازارونو د شدیدو بدلونونو له اغېزو مخنیوی وشي. هغه زیاته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو پر چټک تطبیق هوکړه وکړه
سرچینې
Afghan sources
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ او اوسپنې پټلۍ پروژو پر چټک تطبیق هوکړه وکړه