کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د بدخشان د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د څېړنې په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ته تللی دی. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر ملا نورالله نوري د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په لارښوونه، د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی دی. سرچینه زیاتوي، په یفتل ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په رامنځته شوې شخړه کې یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د بدخشان د والي مولوي امانالدین منصور په ملتیا د پېښې د څېړنې لپاره د فیضاباد له ښاره د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر کړی دی. نوري ویلي چې د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قومپالنه، سمتپالنه او نژادپالنه ځای نه لري او د بدخشان او نیمروز له خلکو سره یو ډول چلند کېږي. هغه ویلي: «موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دینپال ملت په سترګه ګورو.» د سرچینې په خبهر، پلاوي خلکو ته ډاډ ورکړی چې د قضیې له څېړنې وروسته به عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د یفتل د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته پلاوی تللی