د هغه په وینا، علي له درېیو ورځو راهیسې کور ته نه و راغلی. هغه ټینګار وکړ چې علي له هېڅ ډول جرمي فعالیتونو سره اړیکه نه درلوده او کورنۍ یې د هغه د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو پورې د برخلیک په اړه هېڅ نه پوهېده. د دغه وژل شوي کس خپلوَن وایي: «نوم یې علي و، خورا بېوسې هلک و او د دشت برچي په سیمه کې به یې شیان پلورل. له شلو تر ۲۱ کلونو عمر یې درلود او هېڅکله یې کوم ناوړه چلند نه و کړی؛ په خپل کار او روزګار پسې و. کورنۍ یې له درېیو ورځو ناخبرۍ وروسته د هغه مړی ترلاسه کړ.» په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپو ورکوونکی ریچارډ بېنټ، د دغو پېښو په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي چې نن او د کابل په اتمه حوزه کې نښتو کې د وژل شویو کسانو په تړاو «ستره اندېښنه» شته او له مرګوني ځواک نه هر ډول استفاده باید د نړیوالو بشري حقونو له اصولو، اړتیا او تناسب سره سمه وي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران، په تېرو لسو ورځو کې په دوو جلا پېښو کې د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و. نوموړي ادعا کړې…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
کابل کې د یوه وژل شوي کس کورنۍ د طالبانو ادعا ردوي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
کابل کې د یوه وژل شوي کس کورنۍ د طالبانو ادعا ردوي | آمو ټلویزیون