Developmentافغانستاندریهرات

د سرامیکي لوښو سینګارول؛ هرات کې یو شمېر نجونې د دودیز هنر پر… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-15 10:43:14🎙 رادیو را بشنوید

هرات (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): هرات کې یو شمېر نجونې چې په یوه کارخونه کې پر سرامیکي لوښو مینیاتورۍ، خطاطي او نقاشي کوي، غواړي په دغه کار سره د افغانستان دودیز هنرونه ژوندي وساتي، خپل تولیدات سیلانیانو ته ور وپېژني او د خپلو مهارتونو له لارې د عاید ترلاسه کولو زمینه برابره کړي، خو له ایرانه د خامو لوښو واردول او لوړ لګښتونه یې د کار پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي. په دې ګالرۍ کې نجونې په ډېر دقت پر سرامیکي لوښو طرحې جوړوي او د رنګونو او ظریفو نقشونو په کارولو سره قابونو او نورو لوښو ته نوې ښکلا وربښي. د طرحې او رنګولو له بشپړېدو وروسته، لوښي د پخولو او لعاب‌کارۍ پړاوونه هم تېروي، څو د کارونې لپاره چمتو شي. د دې ګالرۍ مسوولې نګیتا دراني وایي، درې کاله کېږي چې د دغه هنري مرکز په جوړولو سره یې نجونو ته د مینیاتورۍ، خطاطۍ، تذهیب او نقاشۍ د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده. هغې وویل: «درې کاله کېږي چې په اختیارالدین ګالري کې مو د سرامیکي لوښو برخه کې کار پیل کړی دی. له موږ سره ۱۵ نجونې دي چې کار کوي او دغه هنري کارونه له موږ څخه زده کوي. زموږ هنري فعالیت په څلورو برخو، یعنې مینیاتورۍ، خطاطۍ، تذهیب او نقاشۍ کې دی.» د هغې په خبره، دغو نجونو ته د زده‌کړې د زمینې…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-15 10:43:14

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د سرامیکي لوښو سینګارول؛ هرات کې یو شمېر نجونې د دودیز هنر پر مټ د ځان بسیاینې هیلې پالي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 15:12:52

د سرامیکي لوښو سینګارول؛ هرات کې یو شمېر نجونې د دودیز هنر پر مټ د ځان بسیاینې هیلې پالي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button