د افغان- امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي د لادرکه کېدو د څلورمې کليزې په تړاو د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي ای) له خپلې کورنۍ سره د هغه د یو ځای کېدو په برخه کې پر خپلې ژمنې یو ځل بيا ټينګار کړی دی. دې ادارې ويلي چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست مامورينو ښاغلی حبيبي او د هغه موټرچلوونکی له ګاډي ښکته کړي او د اسيا مشورتي ګروپ مخابراتي کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یې يو ځای نيولی دی. په واشنګټن کې د اېف بي ای د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې لوړپوړي مامور برګوالډ په دې اړه ويلي، "اېف بي ای لا هم ژمن دی چې محمود خپلو عزيزانو، په ځانګړي ډول خپلې لور ته" چې د هغه د ورکېدو پر مهال یې عمر له يوه کال کم و بېرته ور وګرځوي. په همدې مهال د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ډان براون چې له قطره د دې سفارت چارې سمبالوي، په پښتو، دري او انګلیسي د محمود شاه حبیبي د ورکېدو د څلورم کال په مناسبت بیان خپور کړی. ښاغلي براون ویلي هېڅ دلیل نشته چې دا موضوع دې حل نشي او دا چې امریکا لا هم کور ته د ښاغلي حبیبي د ستنولو لپاره ژمنه ده او د دې…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
د محمود شاه حبیبي د لادرکه کېدو څلورمه کلیزه؛ امریکا یې د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالر جايزه ټاکلې – BBC News پښتو
Sources
External sources
د محمود شاه حبیبي د لادرکه کېدو څلورمه کلیزه؛ امریکا یې د موندلو لپاره پنځه ميليونه ډالر جايزه ټاکلې – BBC News پښتو