DiplomacyEnglishKabulافغانستان

یونسکو: اسلامي امارت دې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لري کړي — Pajhwok

DevelopingDiplomacyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-12 10:48:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): یونسکو وايي، افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې یې له لومړنیو پورته منځنیو او لوړو زده‌کړو ته لاسرسی نه لري او د دغو محدودیتونو دوام د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نورو جدي زیانونو لامل کېدای شي. د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) پرون (د زمري ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو اوسنیو محدودیتونو د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې له شاتګ سره مخ کړې دي. سرچینې زیاته کړې، په ۲۰۰۱ کال کې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی ډېر محدود و، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیون نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې شاملې شوې وې. دغه سازمان له زده‌کړو د ښځو او نجونو محرومول «د هغوی د زده‌کړو له اساسي حق څخه جدي سرغړونه» بللې او خبرداری یې ورکړی چې د دغه وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د څو لسیزو لپاره د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ زیاتېدو او نه جبرانېدونکو زیانونو لامل شي. یونسکو زیاته کړې چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له زده‌کړو د ښځو او نجونو محرومول او پر کار د هغوی محدودیتونه د دې لامل کېږي چې له خپلو کورنیو سره د مرستې او د هېواد…

Quick facts

LocationKabul
TopicDiplomacy
Sources1
Updated2026-08-12 10:48:23

Timeline

  1. Pajhwok

    یونسکو: اسلامي امارت دې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لري کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-12 15:17:35

یونسکو: اسلامي امارت دې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لري کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button