د عکس سرچینه، Pawich Sattalerd via Getty Images موږ انسانان ډېری وخت خپل ځان د تکامل د هرم په سر کې ګڼو، ځکه فکر کوو چې د ډېر ژور فکر او سوچ کولو ځانګړې وړتیا لرو. خو دا ټول فکر او غور کول کله کله موږ ډېر لرې نه وړي. موږ له تېروتنې مستثنا نه یو او په وار وار ناسمې پرېکړې کوو. حشرات، برعکس، سره له دې چې د دوی مغزونه د کوکنارو د دانې په اندازه واړه دي، د پرېکړو کولو په برخه کې ښايي له تمې ډېره پوهه او ځیرکتیا ولري. په حقیقت کې، د حشراتو د ستونزو د حل کولو ډېرو مهارتونو د داسې الګوریتمونو الهام ګرځېدلی چې د انسانانو په واقعي صنعتونو کې د اغېزناکو پرېکړو او غور کولو لپاره کارول کېږي. دلته پنځه هغه درسونه دي چې موږ یې له حشراتو د هوښیارانه پرېکړو کولو په اړه زدکولای شو: د کوم کار د ترسره کولو لپاره د تر ټولو غوره لارې ټاکل اسانه کار نه دی، په ځانګړي ډول په داسې نړۍ کې چې انګیزې او انتخابونه پکې دومره ډېر دي. دې حالت ته "د انتخابونو ډېرښت" ویل کېږي. مېږي هم د خپلې ډلې لپاره د راتلونکي خوراکي ځای د ټاکلو پر مهال له ورته ستونزې سره مخ کېږي. خو دوی د بېلابېلو ډولونو ترمنځ یوه ځانګړې او اغېزناکه تګلاره رامنځته کړې ده. په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
غواړئ پرېکړو کولو کې لا ښه شئ؟ له یوه مېږي وپوښتئ – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
غواړئ پرېکړو کولو کې لا ښه شئ؟ له یوه مېږي وپوښتئ – BBC News پښتو