یوناما وايي چي د امنیت د ښه کېدو سره سره، پر ښځو او نجونو محدودیتونو په افغانستان کي ثبات او دوامداره پرمختګ له خنډ سره مخ کړی. خو یوناما ټینګار وکړ چي پر ښځو او نجونو «ورځ تربلي زیاتېدونکو او زیان رسوونکو محدودیتونو»او همدارنګه له ترهګرۍ سره تړلي اندېښنې، د افغانستان د بیا رغاونې په لاره کي لاهم لویې ننګونې ګڼل کیږي. د طالبانو په اړه د يوناما بل راپور دلته لوستلای سئ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالي او د یوناما سرپرستي جورجیت ګانيون، وویل چي له لسیزو جګړو وروسته، افغانان سولي او ثبات ته خورا ارزښت ورکوي، «خو تلپاتې سوله او سوکالي یوازي د شخړي په نشتوالي سره نه ترلاسه کیږي.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان راتلونکې د داسي یوې ټولني په جوړولو پوري تړلې ده چي پکې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوي تحقق ومومي او بنسټونه مسئول او ځواب ویونکي وي.» هغه له طالب چارواکو وغوښتل چي پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونه لېري کړي، څو هغوی وکولی سي په بشپړ ډول په زده کړو، کار او ټولنیز ژوند کي برخه واخلي. د هغې په وینا، د بشري حقونو درناوی او د امنیتي اندېښنو حل کول په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ له پاره بنسټیز شرایط دي. په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د…
Quick facts
Timeline
-
Dw
یوناما: امنیت ښه سوی، پر ښځو محدودیتونه بايد لیري سي