د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي پر ښځو او نجونو محدودیتونه او د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لا هم د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې عمده خنډونه دي. یوناما د طالبانو د حاکمیت د پینځمې کلیزې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پینځه کاله وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او نښتې کمې شوې دي، خو دا لاسته راوړنې په یوازې سر د تلپاتې ثبات د تأمین لپاره کافي نه دي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د جنګ جګړو کمېدل د افغانانو لپاره یوه «څرګنده ګټه» بللې چې د اقتصاد پر روغتیا، پراختیا او سیمهییزو همکاریو د تمرکز لپاره یې فرصتونه برابر کړي دي. یوناما د کوکنارو د کښت منع کول هم یو مثبت تحول ګڼلی دی. له دې سره سره، یوناما خبرداری ورکړی چې د امنیت ښه والي د افغانستان بېلابېلې مهمې سیاسي، بشري او امنیتي ننګونې نه دي حل کړې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما سرپرستې جورجت ګانیون وویل: «تېرو پینځو کلونو وښوده چې افغانان له لسيزو جګړو وروسته، سولې او ثبات ته په خورا لوړ ارزښت قایل دي.» نوموړې زیاته کړه: «خو تلپاتې سوله او هوساینه یوازې د جګړې له نشتوالي څخه پورته شیانو ته اړتیا لري. د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې پر جوړېدو پورې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
یوناما: یوازې د امنیت ښه والی د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره بسنه نه کوي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
یوناما: یوازې د امنیت ښه والی د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره بسنه نه کوي | آمو ټلویزیون