Developmentافغانستانخوستدری

خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلDevelopmentخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-13 23:08:02🎙 رادیو را بشنوید

په خوست ښار کې یو پخوانی ترکاڼ وایي له خپل کاره خورا خوښ دی او له تېرو پینځو کلونو راهیسې راغلو سیاسي بدلونونو د ده پر کار او بار هېڅ منفي اغېز نه دی کړی. عبدالقدیر چې په اصل کې د پروان ولایت د غوربند درې د «سرخ پارسا» کلي اوسېدونکی دی، له خپل زېږنځای څه باندې ۴۴۰ کیلومتره لرې په خوست ښار کې له کلونو راهیسې ترکاڼي کوي او څو تنه شاګردان هم لري. په دې راپور کې په خوست کې د دغه نجار د کار بېلابېلو برخو ته پاملرنه شوې ده. عبدالقدیر وایي: «تقریباً دېرش کاله کېږي چې موږ خوست ته راغلي یو. موږ ماشومان وو چې پلار مو په خوست کې نجاري کوله. د پلار تر لاس لاندې مې کار زده کړ. پینځه کاله کېږي چې پلار مې مړ شوی او خپله دکان پر مخ وړم او کار بار کوم.» عبدالقدیر کوچونه، تختونه، المارۍ، دروازې، کړکۍ او بېلابېل لرګین توکي جوړوي. دی وایي که څه هم په خوست کې د ودانیزو چارو په کچه کې کمی راغلی، خو د ده روزګار او کار خورا ښه دی. دغه ترکاڼ زیاتوي: «په عمومي توګه د بازار حالت ډېر ښه نه دی؛ خو زه پخوانی دکاندار یم او پیرودونکي مې ډېر دي. بې‌کاره نه یو پاتې شوي. حتا د قرنطین پر مهال، په جمهوریت کې او هر راز بدلونونه چې…

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-13 23:08:02

خط زمانی

  1. Amu TV

    خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-13 12:02:20

خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button