خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون — Amu TV
په خوست ښار کې یو پخوانی ترکاڼ وایي له خپل کاره خورا خوښ دی او له تېرو پینځو کلونو راهیسې راغلو سیاسي بدلونونو د ده پر کار او بار هېڅ منفي اغېز نه دی کړی. عبدالقدیر چې په اصل کې د پروان ولایت د غوربند درې د «سرخ پارسا» کلي اوسېدونکی دی، له خپل زېږنځای څه باندې ۴۴۰ کیلومتره لرې په خوست ښار کې له کلونو راهیسې ترکاڼي کوي او څو تنه شاګردان هم لري. په دې راپور کې په خوست کې د دغه نجار د کار بېلابېلو برخو ته پاملرنه شوې ده. عبدالقدیر وایي: «تقریباً دېرش کاله کېږي چې موږ خوست ته راغلي یو. موږ ماشومان وو چې پلار مو په خوست کې نجاري کوله. د پلار تر لاس لاندې مې کار زده کړ. پینځه کاله کېږي چې پلار مې مړ شوی او خپله دکان پر مخ وړم او کار بار کوم.» عبدالقدیر کوچونه، تختونه، المارۍ، دروازې، کړکۍ او بېلابېل لرګین توکي جوړوي. دی وایي که څه هم په خوست کې د ودانیزو چارو په کچه کې کمی راغلی، خو د ده روزګار او کار خورا ښه دی. دغه ترکاڼ زیاتوي: «په عمومي توګه د بازار حالت ډېر ښه نه دی؛ خو زه پخوانی دکاندار یم او پیرودونکي مې ډېر دي. بېکاره نه یو پاتې شوي. حتا د قرنطین پر مهال، په جمهوریت کې او هر راز بدلونونه چې…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
خوست کې یو ترکاڼ: تحولاتو ناهیلې کړي نه یو | آمو ټلویزیون