په ټولنه کې ځينې وګړي یا اقشار تر نورو زیات له ګواښ و زیان سره مخ وي. د دې لپاره چې دوی په ټولنه کې ځان له ګواښ سره مخ ونه ویني ، رواني امنیت ته اړتیا ده. د رواني امنیت بحث د یوې ټولنې له فرهنګي، اقتصادي او مدني وضعیت سره تړلی دی. هرځلې چې د ثبات او ملي حاکمیت یو لنډمهالی امکان هم رامنځته شوی، نو مستعدو افغانانو په بېلابېلو څانګو کې خپل استعدادونه ځلولي دي. خو همدا چې هېواد د علمي کادرونو له اړخه ځان بسیايینې ته ورنږدې شوی، یوه بله غمیزه پېښه شوې او وطن خپل علمي کادرونه بیا بیا بایللي دي. دي کاڼي مو په برخه د لعلونو په وطن کې دې ژوند ته تاسو څه نوم ورکولی شئ ملګرو په څاڅکي پسې مړه شو د سیندونو په وطن کې خیالونه مو لوټ کیږي او فکرونه مو قتلیږي نه تور شو او نه سپین د تهمتونو په وطن کې د دغو بیتونو انقلابي شاعر رحمت شاه سایل بل ځای ویلي وو: « چې کیني نورو وطنونو ته زلمي لویوي د کډوالیو له دوو تاریخي لویو څپو روسته چې یوه یې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بله یې د کورنیو تنظیمي جګړو پرمهال وشوې د یویشتمې پېړۍ د پیل په دوو لسیزو کې یوځل بیا افغانستان د خپلو بچیو د روزنې نیمګړي امکانات وموندل. له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د افغان مېرمنو د رواني امنیت فرهنګي زمینه