Healthافغانستاندرینیمروز

نیمروز کې ۳۱ تنه په نشه ‌يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-14 23:12:13🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نیمروز ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې ۳۱ تنه په نشه‌يي توکو روږدي کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد «قدرت» باختر اژانس ته ویلي، چې یاد روږدي کسان د صادق نظري له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. نوموړي زیاته کړې، چې د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي ادارو هڅې دوام لري او روږدي کسان د درملنې او بیا عادي ژوند ته د ستنېدو په موخه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته معرفي کېږي. د یو بل خبر له مخې، د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، چې د یاد ولایت د امنیې قوماندان مولوي محمد عمر «مخلص» په لارښوونه، امنیتي ځواکونو د زرنج ښار په بېلابېلو سیمو او واټونو کې امنیتي تدابیر نیولي دي، څو د زرنج ښار اوسېدونکي او هېوادوال وکولای شي د فتحې او استقلال ورځ په خوښۍ او ډاډ سره ونمانځي. امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت او نظم د ساتنې په موخه به خپلې هڅې لا هم دوامداره وساتي.

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-14 23:12:13

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نیمروز کې ۳۱ تنه په نشه ‌يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-14 12:36:31

نیمروز کې ۳۱ تنه په نشه ‌يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button