افغانستانامنیتپښتو

د اندونیزیا فلورس ټاپو ته څېرمه ۷،۷ درجې زلزله؛ لږ تر لږه دوه… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-15 04:26:41🎙 راډیو واورئ

د اندونیزیا د فلورس ټاپو ته څېرمه نن سهار نږدې شپږ بجې د ۷،۷ درجې زورورې زلزلې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او یو شمېر ودانۍ او کورونه یې زیانمن کړي دي. زلزلې د سیمې اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي. په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بې‌ثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي. ۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-15 04:26:41

مهالوېش

  1. AF International

    د اندونیزیا فلورس ټاپو ته څېرمه ۷،۷ درجې زلزله؛ لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-15 03:24:38

د اندونیزیا فلورس ټاپو ته څېرمه ۷،۷ درجې زلزله؛ لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button