کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر څه باندې څلور برابره شوی؛ خو د ښځو د اقتصادي فعالیتونو له پراخېدو سره سره، کورنیو او بهرنیو بازارونو، مالي سرچینو او ځینو اقتصادي سکټورونو ته محدود لاسرسی لا هم د هغوی له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي. پژواک خبري اژانس د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییسې فریبا نوري سره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د لاستهراوړنو، پرمختګونو او ننګونو په اړه مرکه کړې ده. نوري په دې مرکه کې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د وضعیت، ازادو کاروبارونو کې د هغوی د شمېر د زیاتوالي، په بېلابېلو اقتصادي برخو کې یې د فعالیت، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لاستهراوړنو او پلانونو، کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د ښځو د لاسرسي او د ښځینه سوداګرو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي. شاوخوا ۱۰ زره ښځې د سوداګرۍ رسمي جوازونه لري نوري وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د ښځو حضور د پام وړ زیات شوی او په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره هغه ښځې چې رسمي جوازونه لري، د افغانستان د ښځو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
نوري: په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر څلور برابره شوی
منابع
Afghan sources
نوري: په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر څلور برابره شوی