کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، افغان ملت دوه اساسي اصول ــ دیني ارزښتونه او د خپلې خاورې ساتنه ــ لري چې هیڅکله ترې نه تېرېږي؛ ده له هغو هېوادونو چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره تعامل نه دی کړی، وغوښتل چې پر خپلې تګلارې بیاکتنه وکړي او د تعامل سیاست غوره کړي. نن په کابل کې د لویې جرګې خېمه کې د زمري ۲۴مې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یو شمېر نورو چارواکو هم ویناوې وکړې، د هېواد پر خپلواکۍ او امنیت یې ټینګار وکړ او له مخالفینو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ هڅې ونه کړي. د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه تېر حکومت ړنګ شو او اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل، افغانانو هیڅکله پر خپله خاوره د بهرنیو اشغال نه دی منلی او په کلکله یې دفاع ورڅخه کړې ده. هغه زیاته کړه، نن هغه وخت را رسېدلی چې حکومت او ملت په ګډه له خپل دین او خاورې دفاع کوي. ده زیاته کړه: «دا ملت دوه ډېر قوي اصله لري، دوه هغه ارزښتونه چې هيڅکله له هغوی نه تېر شوي، نه به تېر شي، هغه دیني ارزښت دی چې په هغه باندې به سر هم…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
متقي: افغان ملت له خپلو دیني ارزښتونو او خاورې نه تېرېږي؛ هېوادونه دې د تعامل سیاست غوره کړي
Sources
Afghan sources
متقي: افغان ملت له خپلو دیني ارزښتونو او خاورې نه تېرېږي؛ هېوادونه دې د تعامل سیاست غوره کړي