د کاناډا د البرټا ایالت په کلګري ښار کې مېشتو افغانانو په یوه غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو او مدني مبارزې ملاتړ وکړي. په غونډه کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغان ښځو پر وضعیت او د حقونو پر ملاتړ خبرې وشوې. د قومي وطن ګوند مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روان کړکیچ یوازینۍ حل دوه اړخیزې خبرې اترې دي او بله حل لاره نشته. هغه وویل چې پاکستان په تیرو څو میاشتو کې په افغانستان کې له بشپړ ځواک څخه کار اخیستی، خو دې هم ښايي کومه پایله نه وي ورکړې. د هغه په وینا، اوس دواړه حکومتونه باید خپل ټول پام په خبرو اترو متمرکز کړي او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي. له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې افتاب احمد خان شیرپاو وویل چې هغه جګړه چې په تیرو یوولسو میاشتو کې وشوه او په ترڅ کې یې ټولې سوداګریزې لارې وتړل شوې، دواړو هېوادونو ته زیان رسولی دی. هغه وویل چې د هیوادونو ترمنځ که هر څومره جدي کړکیچونه وي، سوداګري باید ونه دریږي ځکه چې دا د حکومتونو او عامو خلکو په ګټه ده. د قومي ملي وطن ګوند د مشر په وینا، د عمران خان…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د کاناډا په البرټا ایالت کې میشتو افغانانو پر نړیوالې ټولې د افغان ښځو د ملاتړ غږ کړی
سرچینې
Afghan sources
د کاناډا په البرټا ایالت کې میشتو افغانانو پر نړیوالې ټولې د افغان ښځو د ملاتړ غږ کړی