EconomyKabulافغانستاندری

عزيزي: افغانستان د اوزبېکستاني او چیني شرکتونو پانګونو جذبولو ته چمتو دی — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-16 06:03:38🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزيزي د اوزبېکستان د لومړي وزیر له مرستیال، د چین د کلتور وزیر او د اسلامي امارت له یو شمېر نورو چارواکو سره د سرخان‌دریا – چین سوداګریزه ناسته کې ګډون او وینا کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (یک‌شنبه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې چې د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز کې جوړه شوې وه، د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بیک قاسیموف، د بلخ والي محمدیوسف وفا، په تاشکند کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالغفار بحر، د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال او د افغانستان د خصوصي سکټور یو شمېر استازو ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، عزيزي په خپله وینا کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، له منځنۍ اسیا او چین سره د نوو ترانزیټي دهلېزونو پر جوړولو، د ګډو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان، اوزبېکستان او چین ترمنځ د پانګونې د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. هغه ویلي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې د اقتصادي همکاریو نوې مرحلې ته داخلې شوې دي او د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګریزو پلاوو متقابل…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-16 06:03:38

خط زمانی

  1. Pajhwok

    عزيزي: افغانستان د اوزبېکستاني او چیني شرکتونو پانګونو جذبولو ته چمتو دی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-16 10:32:26

عزيزي: افغانستان د اوزبېکستاني او چیني شرکتونو پانګونو جذبولو ته چمتو دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button