د روسیې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو بیا جوړېدا به د سیمې ټولو هېوادونو ته ګواښ وي. د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو پر نیت ټینګار کړی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې د داسې یوې پوځي اډې جوړول به د سیمې ټولو هېوادونو ته مستقیم ګواښ وي. نوموړي زیاته کړې، چې له کابل سره د روسیې د امنیتي خبرو اترو یوه موخه افغانستان ته د سیمې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي تاسیساتو د بېرته ستنېدا مخنیوی هم دی. د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي له افغانستان سره همکاري څو اړخیزه او د روسیې د ملي ګټو په چوکاټ کې بللې ده. د الکساندر ونیدیکتوف د څرګندونو له مخې؛ دغه همکاري د امنیت د ټینګښت او په اورآسیا کې د سولهییز او باثباته چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ارزښت لري. هغه زیاته کړې، چې روسیه یوازنی هېواد نهدی، چې د افغانستان له اوسنیو مشرانو سره اړیکې لري، بلکې د سیمې نږدې ټول هېوادونه له کابل سره مستقیمې اړیکې لري. ونیدیکتوف ویلي، چې د شانګهای همکاریو ټولنې هم د دې ټولنې د تماس پخوانۍ ډلې له لارې له افغانستان سره د همکارۍ د بیا پیل موضوع څېړي. نوموړي ویلي، د مسکو او کابل اړیکې په…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News