کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، د کشتینګیرۍ دوو افغان لوبغاړو په تاجکستان کې د دغه ورزش په نړۍوالو سیالیو کې د برونزو دوه مډالونه اخیستي دي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې رحیمالله نجمي او ذبیحالله احساني د خپلو سیالانو له ماتولو وروسته په دغو سیالیو کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، رحیمالله نجمي په ۶۵ کیلوګرامه وزن کې اذربایجاني او ایراني سیال ته ماته ورکړه، خو د روسي سیال پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال د ګټلو ترڅنګ یې ۵۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه هم ترلاسه کړې ده. سرچینې لیکلي، همدارنګه ذبیحالله احساني په ۷۸ کیلوګرامه وزن کې کوریايي او ایراني سیال ته ماتې ورکړه، خو د تاجکستاني سیال پر وړاندې یې ماتې خوړلې ده او د برونزو مډال د ګټلو ترڅنګ یې ۵۰۰۰ امریکايي ډالره نغدي جایزه ترلاسه کړې ده. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وايي، په دغو سیالیو کې د ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی دی. سرچینه زیاتوي، دغه سیالۍ د زمري په ۲۳مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۶مې به دوام وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د کشتینګیرۍ دوو افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه واخیستل
سرچینې
Afghan sources
د کشتینګیرۍ دوو افغان لوبغاړو په نړۍوالو سیالیو کې دوه د برونزو مډالونه واخیستل