Summary: په کندز ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژې چارې پیل شوې. د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د کله ګاو او بوزقندهاري کلیو کې پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې ۲۱۳ تنه کارګران د یوې میاشتې لپاره پر کار بوخت شي. په دغو پروژو کې د کانالونو کیندل، د اوبو بندونو او پلچکونو جوړول او د اوبو ویالو په غاړو کې د ګابیونونو نصبول شامل دي.مسوولین وايي، د دغو پروژو موخه اړمنو کورنیو ته د لنډ مهاله کار زمینې برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول او د عامه ګټو فعالیتونو ترسره کول دي.د پروژو د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ ساحوي زون او کندز نمایندګۍ مسوولینو د چارو پر روڼتیا، د مستحقو کسانو پر سمې پېژندنې او د پروژو پر اغېزمن پلي کېدو ټینګار وکړ.مسوولینو زیاته کړه، چې افغاني سرې میاشتې ټولنه د بشري مرستو او بېلابېلو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د اړمنو کورنیو اقتصادي ستونزې راکمې او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کندز کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
کندز کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې