DevelopmentEnglishافغانستانپکتیکا
پکتیکا کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې — Bakhtar
Summary: پکتیکا کې د اوبو رسولو دوو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.ویل شوي چې په یادو شبکو کې د ۲۰ او ۱۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د دوو څاګانو کیندل او د ۲۴ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادو پروژو د تطبیق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې سلګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
Quick facts
Locationپکتیکا
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-16 11:18:49
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-16 07:26:38
پکتیکا کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې