کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون په موخه، د بلاروس په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عطاءالله عمري د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون لپاره بلاروس ته تللی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو، امارتي شرکتونو او د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت استازي شامل دي. وزارت ویلي، ټاکل شوې افغان پلاوی د دغه سفر پر مهال له بلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د نوو زمینو پر رامنځته کولو خبرې وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفر او د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون ناسته به پنځه ورځې دوام وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته ولاړ