خوستښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په خوست کې د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوي روغتون د پرانیستې مراسمو کې له روغتیايي بنسټونو وغوښتل چې د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ کړي او په دې برخه کې د خلکو باور ترلاسه کړي. د بدر په نوم د دغه ۵۰ بستریز روغتون مشر قاري ظاهر وقاص وویل، دغه روغتیايي مرکز د خوست ښار لوېدیځ ته د حلقوي سړک پر غاړه د یوه ترکي سوداګر له خوا د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه جوړ شوی چې په اوو بېلابېلو څانګو کې به ناروغانو ته په پنځوس سلنه تخفیف روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. بلخوا، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د یاد روغتون د پرانیستې مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل، یو شمېر افغانان له دې امله چې پر کورنیو روغتیايي مرکزونو باور نه لري، ان د عادي ناروغیو درملنې لپاره هم بهرنیو هېوادونو ته ځي. هغه زیاته کړه: «زموږ ملت له رواني ستونزو سره مخ دی؛ نو ډاکټران دې هڅه وکړي چې د خپلو روغتیايي پروګرامونو په اړه د ملت باور ترلاسه کړي؛ ځکه بهر ته د ناروغانو د تګ پروسه میاشتې وخت نیسي او که د تګ زمینه هم برابره شي، ډېر کسان د درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه لري.»…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
خوست کې د بدر په نوم د ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته؛ حقاني: د روغتیايي خدمتونو کیفیت دې لوړ شي
سرچینې
Afghan sources
خوست کې د بدر په نوم د ۵۰ بستریز روغتون پرانیسته؛ حقاني: د روغتیايي خدمتونو کیفیت دې لوړ شي