افغانستانامنیتپښتو

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي: د افغانستان سرحدي بې‌ثباتي د سیمې امنیت… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-18 02:10:03🎙 راډیو واورئ

پارس تودی-د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک ماسادیکوف ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې دوامداره ناامني د مرکزي اسیا د غړو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ دی. د پآرس تودی له راپور سره سم، ماسادیکوف ویلي، د سازمان غړي هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او غواړي افغانستان په یوه سوله‌ییز او باثباته هېواد بدل شي. نوموړي زیاته کړې چې د سازمان د ډېرو غړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې له طالبانو سره د موجودو شرایطو له مخې د پراختیا په حال کې دي. هغه همداراز د افغانستان په شمال کې د تاجکستان د پولې د لا پیاوړتیا اړتیا مهمه بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې په یوه منظم او ګډ پلان باندې کار روان دی.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-18 02:10:03

مهالوېش

  1. Parstoday

    د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بې‌ثباتي سیمه ګواښي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-18 02:06:22

د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بې‌ثباتي سیمه ګواښي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button