کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، په بلخ ولایت کې د «مایار مېنې ښارګوټي» په نوم شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر بنسټ امارتي تثبیت شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه د مزارشریف ښار د نهمې ناحیې په قلعهحجري سیمه کې موقعیت لري. سرچینه زیاتوي جې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر دې وړاندې د دې ځمکې موضوع څېړلې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې دوسیه په رسمي ډول د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. سرچینه زیاتوي، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې څېړنې او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۳۰۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی. خبرپاڼه کې راغلي، د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري. سرچینه لیکي چې د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه
منابع
Afghan sources
په بلخ ولایت کې «د مایار مېنې ښارګوټي» په نوم کابو ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه