DevelopmentEnglishافغانستانبلخ

د بلخ ښاروالۍ له بودجې د نږدې ۱۹۰۰ متره کانال د جوړولو چارې… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-18 11:32:10🎙 Listen to radio

Summary: بلخ کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه په مزارشریف ښار کې د ۱۸۲۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال د جوړولو پروژه پیل شوه. یاده پروژه چې لګښت یې ۱۴ اعشاریه ۵ میلیونه افغانۍ ښودل شوی د یو متر په سور او د یو متر په لوړوالي سره جوړېږي.دغه پروژه د نهر ټوپ له سیمې څخه د روضې مبارکې سویل لوري ته غځېږي چې موخه یې د سطحې اوبو مدیریت او د باراني موسمونو پر مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو کمول یاد شوي دي.د مزارشریف ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي باختر اژانس سره خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې کانال له بشپړېدو سره به په دغو سیمو کې د اوبو د راټولېدو او سېلابونو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې تر ډېره هوارې شي.د نوموړي په وینا، په روان کال کې به د یاد ښار په کچه د سړکونو قیر کولو، کانکرېټ کولو، د کانالونو جوړولو او نورو بنسټیزو برخو کې ۳۱ پروژې پلې شي.

Quick facts

Locationبلخ
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-18 11:32:10

Timeline

  1. Bakhtar

    د بلخ ښاروالۍ له بودجې د نږدې ۱۹۰۰ متره کانال د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-18 07:32:03

د بلخ ښاروالۍ له بودجې د نږدې ۱۹۰۰ متره کانال د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button