Kabulافغانستانامنیتدری

طالبانو د ښځو د تحصیلي اسنادو د طی مراحلو او تایید مخه ونیوله… — Amu TV

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-18 11:32:14🎙 رادیو را بشنوید

په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د لګول شوو فشارونو په لړ کې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت مسؤلینو ته شفاهي لارښوونه شوې چې له دې وروسته د نجونو او ښځو تحصیلي اسناد طی مراحل او تایید نه کړي. د لوړو زده‌کړو له وزارته باوري سرچینو امو ته تایید کړې چې دا لارښوونه د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم له لوري په شفاهي ډول شوې ده. د راپورونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې د کابل، بلخ او هرات پوهنتونونو په ګډون د هېواد په لویو اکاډمیکو مرکزونو کې د ښځو د اسنادو د پړاوونو پر مخ وړلو مخه نیول شوې ده. تر دې مخکې نږدې پينځه مياشتې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د نجونو د اسنادو تاییدول منع کړي وو. د تحصیلي اسنادو د پړاوونو له درېدو سربېره، له لوړو تحصیلي ادارو څخه د ښځینه استادانو او کارکوونکو د لېرې کولو لړۍ هم دوام لري. د هرات پوهنتون مخکینۍ استادې خالده رحیمي، چې تازه له کادري بست څخه منفك شوې، وایي طالبانو د بېلابېلو پلمو له لارې ښځینه استادانې او کادرونه له اکاډمیکو ارګانونو ایستلي او هغوی یې له سختو اندېښنو او کورني فشار سره مخ کړې دي. ښوونیز او تحصیلي مبصرین او فعالان د طالبانو دا نوي او پرلپسی بندیزونه د هېواد د راتلونکي لپاره د انېښنې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-18 11:32:14

خط زمانی

  1. Amu TV

    طالبانو د ښځو د تحصیلي اسنادو د طی مراحلو او تایید مخه ونیوله | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-18 08:10:10

طالبانو د ښځو د تحصیلي اسنادو د طی مراحلو او تایید مخه ونیوله | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button