Kabulافغانستانامنیتپښتو

د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-19 02:17:24🎙 راډیو واورئ

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل: یو امن او باثباته افغانستان د جیوپولیټیکو سیالیو د ډګر پر ځای، د سیمه‌ییزې نښلونې او د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر یوه پله بدلیدلی شي. ایرنا خبری آژانس د طلوع نیوز له قوله راپور ورکړی دی ، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان اوسنی ثبات یوازې د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه دی، بلکې د سیمه‌ییزې نښلونې او اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه هم برابرابرولی شي. هغه د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې سره زیاته کړه چې یو امن او باثباته افغانستان کولای شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د افغانستان د سفارت سرپرست ټینګار وکړ،د کابل لیدلوری دا دی چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو پر ډګر د بدلېدو پر ځای، د سیمه‌ییزې نښلونې، سوداګرۍ، ترانزیټ، خبرو اترو او همکاریو پر یوه ارتباطي پله بدل شي. هغه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره اړیکې هم…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-19 02:17:24

مهالوېش

  1. Parstoday

    د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-19 02:10:30

د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button