د بشري حقونو فعاله بلقیس احمدي وايي، د طالبانو د هر فرمان ترشا د یوې افغان ښځې یا نجلۍ د ژوند یوه دردونکې کیسه پرته ده او د ښځو او نجونو له عامه ژوند څخه د اېستلو وضعیت په تدریجي ډول د نړۍ لپاره پر عادي موضوع بدلېدونکی دی. د دغه وزارت ویاند رندیر جیسوال ټینګار کړی چې له طالبانو سره د هند تعامل له افغانستان سره پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو راڅرخي. جیسوال د سې شنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې آنند پراکاش، د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې مشر، د هند د حکومت په استازیتوب د طالبانو د واکمنۍ د کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی دی. هغه وویل: «افغانستان پرون دلته د بریا ورځ ولمانځله او د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اړوندې څانګې مشر د هند د حکومت په استازیتوب په دې مراسمو کې ګډون وکړ.» د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې له افغان ولس سره د دغه هېواد اړیکې اوږد تاریخ لري. هغه زیاته کړه: «په تېر یوه کال کې له افغانستان سره زموږ اړیکې او همکارۍ زیاتې شوې دي. په دغو همکاریو کې دیپلوماتیکې خبرې اترې، بشري مرستې او پراختیايي پروګرامونه شامل دي.» جیسوال وویل چې له افغانستان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د بشري حقونو فعاله: نړۍ د افغان ښځو له ځپلو سره عادي کېږي
Sources
Afghan sources
د بشري حقونو فعاله: نړۍ د افغان ښځو له ځپلو سره عادي کېږي