غزنيښار (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په قلعهجوز سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د شخړې له امله یوه کس چې د لوډر چلوونکی و، ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه پرون د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعهجوز په سیمه کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي د ځمکې د ملکیت یوې موضوع څېړلو لپاره سیمې ته تللي وو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او وروسته خلکو هلته چلېدونکی یو لوډر په ډبرو وېشتلی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د یاد لوډر چلوونکی لومړی سخت ټپي شوی و او د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. سرچینه وایي، امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته رسېدلي او شخړه یې کنټرول کړې ده. امنیه قومانداني زیاتوي چې د دې پېښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي او د موضوع د لا روښانتیا لپاره څېړنې روانې دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه؛ یوه لوډرچلوونکي ژوند له لاسه ورکړی
Sources
Afghan sources
غزني کې د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه؛ یوه لوډرچلوونکي ژوند له لاسه ورکړی