EnglishHealthافغانستانلوګر

ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه تیږه ایستلې – BBC News… — Bbc

DevelopingHealthلوګر1 SourcesUpdated: 2026-08-19 11:36:05🎙 Listen to radio

د عکس سرچینه، Trincomalee General Hospital د سریلنکا ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه '۶.۸ پاوه' تیږه ایستلې ده؛ دوی باور لري چې ښايي دا د خپل ډول تر ټولو لویه ثبت شوې تیږه وي. دغه عملیات تېره اونۍ د سریلنکا ختیځ ترینکومالي ښار په یوه روغتون کې ترسره شول. دغه ۵۵ کلن ناروغ وروسته له هغه روغتون کې بستر شوی و چې دماغي سکته (سټروک) پرې راغلې وه. خو د درملنې پر مهال، کله چې ډاکټرانو ولیدل هغه د ادرار کولو له ستونزې سره مخ دی، وموندل شول چې په مثانه کې یې تیږې موجودې دي. د عملیاتو پر مهال ډاکټرانو د مثانې تیږه وایسته. د دې تیږې وزن د یوې بشپړې مودې نوي زېږېدلي ماشوم هومره و او اندازه یې شاوخوا د اوښمرغ د هګۍ په کچه وه. ډاکټر پرهالاهان بالاکرېشنن، چې د عملیاتو مشري یې کړې، بي‌بي‌سي سنهالا ته وویل: ''د موجوده ریکارډونو له مخې، دا تر اوسه د مثانې تر ټولو لویه ثبت شوې تیږه ده چې د جراحۍ له لارې ایستل شوې ده.'' هغه زیاته کړه چې ناروغ په ''ډېر ښه روغتیايي وضعیت'' کې دی. ډاکټرانو ویلي چې ناروغ لا هم په روغتون کې بستر دی او د خپلو نورو روغتیايي ستونزو لپاره درملنه ترلاسه کوي. ډاکټر بالاکرېشنن زیاته کړه چې ښايي دغه تیږه د ناروغ په مثانه کې له پنځو تر لسو…

Quick facts

Locationلوګر
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-19 11:36:05

Timeline

  1. Bbc

    ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه تیږه ایستلې – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-08-19 04:34:00

ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه تیږه ایستلې – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button