ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د غزني ښار اړوند د قلعه جوز په سیمه کې د غصب شوو ځمکو د سروې پر مهال د طالبانو د ښاروالۍ د کارکوونکو او د ځمکو دڅښتنانو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې د ښاروالۍ یو کارکوونکی وژل شوی دی. د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟ دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
سرچینې: په غزني کې د ځمکو پر سر د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی
منابع
Afghan sources
سرچینې: په غزني کې د ځمکو پر سر د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی