Englishافغانستانامنیتغزني

سرچینې: په غزني کې د ځمکو پر سر د طالبانو او ځايي خلکو… — AF International

DevelopingSecurityغزني1 SourcesUpdated: 2026-08-19 17:00:59🎙 Listen to radio

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د غزني ښار اړوند د قلعه جوز په سیمه کې د غصب شوو ځمکو د سروې پر مهال د طالبانو د ښاروالۍ د کارکوونکو او د ځمکو دڅښتنانو تر منځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې د ښاروالۍ یو کارکوونکی وژل شوی دی. د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟ دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده. د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې…

Quick facts

Locationغزني
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-19 17:00:59

Timeline

  1. AF International

    سرچینې: په غزني کې د ځمکو پر سر د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-19 13:33:59

سرچینې: په غزني کې د ځمکو پر سر د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button