HealthKabulافغانستانپښتو

د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو… — AF International

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 05:06:32🎙 راډیو واورئ

د اګست ۱۹مه د بشري خواخوږۍ له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو، د کورنیو د یوځای پاتې کېدو او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره په محکمو کې قانوني مبارزه کوي. د راپور له مخې، د کډوالو د مرستو په بهیر کې ډېری وخت پر خوړو، اوبو، سرپناه او نورو بېړنیو اړتیاوو تمرکز کېږي؛ خو د بې‌ځایه کېدو له امله رامنځته شوی رواني فشار، د امنیت احساس له‌منځه تګ، د هویت ګډوډي او د راتلونکي په اړه وېره تر ډېره له پامه غورځول کېږي.په راپور کې د یوه افغان کډوال شخصي تجربه هم بیان شوې چې وايي، په کابل کې یې د ښوونځي پرمهال د ډاکټر کېدو خوب درلود؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه، د کورنۍ اقتصادي او ټولنیز ثبات یې له‌منځه ولاړ او دوی اړ شول چې پاکستان ته ولاړ شي.په راپور کې راغلي، د کډوالۍ تر ټولو دروند اغېز یوازې د کور او وطن پرېښودل نه‌دي؛ بلکې هغه وېره، ناڅرګندتیا او رواني فشار هم دی چې له پولې تر اوښتو وروسته هم د کډوالو په ژوند کې ځای لري.راپور د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۱۹کال د معلوماتو په حواله وايي، چې په جګړه ځپلو سیمو کې شاوخوا له هرو پنځو کسانو یو یې له رواني ستونزې لکه خپګان، اضطراب یا…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 05:06:32

مهالوېش

  1. AF International

    د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو غوښتنه کوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-20 04:08:08

د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو غوښتنه کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button