EnglishHealthKabulافغانستان

په برازیل کې د بس او باروړونکي موټر ټکر؛ لږ تر لږه ۲۳… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-20 06:24:22🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۹ اسد ۱۴۰۵): د برازیل پولیس وایي، د دغه هېواد په سوېل کې د یوه مسافروړونکي بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. رویټرز د برازیل د فدرالي لویو لارو پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د «پارانا» ایالت کې شوې ده. د راپور له مخې، د قربانیانو ډېری یې د بس سپرلۍ وې او د باروړونکي موټر چلوونکي هم په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. پولیسو ویلي، لومړني شواهد ښيي چې باروړونکی موټر تر ټکر مخکې د سړک د مقابل لوري کرښې ته اوښتی و. سرچینې لیکلي چې دغه بس د «ایمبیتووا» ښاروالۍ د روغتیا ادارې اړوند و او د پېښې پر مهال د پارانا ایالت د مرکز «کوریتیبا» سیمې روغتونونو پر لور روان و. د دې لویې لارې مسوول شرکت هم ویلي چې لاره له پېښې وروسته تړل شوې او تر اوسه یې د بېرته پرانیستل کېدو وخت نه دی معلوم.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-20 06:24:22

Timeline

  1. Pajhwok

    په برازیل کې د بس او باروړونکي موټر ټکر؛ لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-20 10:52:16

په برازیل کې د بس او باروړونکي موټر ټکر؛ لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button