KabulSportsافغانستانپښتو

د تکواندو افغان لوبغاړي حکمت‌الله زین خپل پاکستاني او اوزبیکستاني سیالان مات کړل — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 11:27:56🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت‌الله زین د تکواندو نړیوال فدراسیون د ریاست جام سیالیو کې خپلو پاکستاني او اوزبیکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبغاړو پړاو «کوارټر فاینل» ته لار پیدا کړه. د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره‌کي نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د تکواندو نړۍوال فدراسیون د ریاست جام « WT President’s Cup – G3 » سیالۍ د پاکستان په لاهور ښار کې روانې دي. د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې حمکت‌الله زین په لومړۍ سیالۍ کې خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې بیا له اوزبیکستاني سیال څخه وګټله او کوارټر فاینل ته یې لار پیدا کړه. هغه لیکلي چې په دغو سیالیو کې د ۴۰ هېوادونو شاوخوا ۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی دی. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه نهو ورزشکارانو ګډون کړی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 11:27:56

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د تکواندو افغان لوبغاړي حکمت‌الله زین خپل پاکستاني او اوزبیکستاني سیالان مات کړل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-20 15:56:46

د تکواندو افغان لوبغاړي حکمت‌الله زین خپل پاکستاني او اوزبیکستاني سیالان مات کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button