Englishافغانستانامنیتخوست

خوست کې غیر قانوني سپکې او درنې وسلې ونیول شوې — Bakhtar

DevelopingSecurityخوست1 SourcesUpdated: 2026-08-20 11:48:54🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې یو شمېر ناقانونه ساتل شوې سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي. د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار باختر اژانس ته وویل، چې دغه وسلې او مهمات د امنیې قوماندانۍ اړوند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري نیول شوي دي.د نوموړي په وینا، په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۱۷ کلاشینکوفونه، یو راکټ، یوه پیکا، یو ام ۱۶ ټوپک، اووه تومانچې او زرګونه سپکې او درنې مرمۍ شاملې دي.نوموړي زیاته کړې، دغه وسلې او مهمات چې په غیرقانوني توګه ساتل کېدل د خونديتوب په موخه اوس اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.سرچینې دا هم ویلي چې په تړاو یې ځینې کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.مسوولین ټینګار کوي، چې د ناقانونه وسلو او مهماتو د راټولولو او د امنیت ټینګښت په موخه به کشفي او عملیاتي اقدامات دوام ولري.

Quick facts

Locationخوست
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-20 11:48:54

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې غیر قانوني سپکې او درنې وسلې ونیول شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-20 05:20:38

خوست کې غیر قانوني سپکې او درنې وسلې ونیول شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button