Economyافغانستانپښتو

په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې – BBC… — Bbc

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-21 11:53:39🎙 راډیو واورئ

عایشه وهاب له کلیفورنیا څخه د امریکا د کانګرس ځانګړې ضمني ټاکنې وګټلې. هغه په دې توګه لومړنۍ افغانه-امریکایۍ شوه، چې د امریکا کانګرس ته لار مومي. دا ټاکنې د کانګرس د ۱۴مې ټاکنيزې حوزې څوکۍ لپاره ترسره کېدې او عایشې پکې د خپل دېموکرات ګوند له ملیسه هېرنانډېز سره سیالي کوله. پر دې څوکۍ مخکې دېموکرات اېرک سوالوېل دنده ترسره کوله، چې د رون کال اپرېل کې یې د جنسي ځورونې د تورونو له کبله، چې نوموړي رد کړي، استعفا وکړه. نوموړی هغه مهال د کلیفورنیا د ولایت د څوکۍ ټاکنو ته نوماند و، خو هغه کمپاین یې هم ودراوه.‌ اوس به کانګرس کې د سوالوېل د استازولۍ پاتې موده، چې په راتلونکې جنورۍ کې پای ته رسېږي، اغلې وهاب بشپړوي. پنجشنبه ناوخته د ټولو شمېرل شویو رایو پایلې ښيي چې عایشې په دغو ټاکنو څه باندې ۵۳ سلنه رایې خپلې کړې دي. هغه د دیموکرات ګوند له مترقي "پروګرسېف" دیموکرات پلټفارمه چې د فلسطین ملاتړی دی، دغو سیالیو ته ولاړه وه. خو ګوندي سیاله یې هېرنانډېز بیا د اسرائیل پلوه پلټفارم له ملاتړه برخمنه وه. د پولیټیکو د رپوټ له مخې اغلې هېرنانډېر دغو ټاکنو ته کمپاین او ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د امریکا-اسرائيل د عامه اړیکو له کمېټۍ (ای‌پک) څخه نږدې ۳ میلیونه ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.‌ عایشې وهاب په سان فرانسیسکو کې د سي‌بي‌اېس…

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-21 11:53:39

مهالوېش

  1. Bbc

    په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-21 10:39:20

په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا د کانګرس ټاکنې وګټلې – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button