افغانستانامنیتدری

مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې خپل اداري لګښتونه کم کړي

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-22 01:30:14🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د طالبانو د حکومت مسئولانو له مرستندویه نړیوالو ادارو وغوښتل چې خپل اداري لګښتونه دې کم کړي، څو د افغانستان خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسېږي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستنان د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر «نورالدین ترابي» له مرستندویه بنسټونو او مؤسسو وغوښتل چې خپل اداري لګښتونه دې کم کړي، څو د نړیوالو مرستو ډېره برخه د افغانستان خلکو ته ورسېږي. ترابي وویل: د آب و هوا د بدلونونو د اغېزو له امله، د بشري مرستو اړتیا، په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې، زیاته شوې ده. هغه له مرستندویه هېوادونو، اورګانونو او د بشري مرستو د پروژو له پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د مرستو چارې له سیاست څخه جلا کړي. هغه زیاته کړه چې د ده تر مشرۍ لاندې اداره په بشپړه توګه غیرسیاسي اداره ده. د افغانستان د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر هم مرستندویه ادارو ته ډاډ ورکړ چې په فعالیتونو کې چټکتیا او روڼتیا د دې ادارې په لومړیتوبونو کې دي. ترابي له دغو ادارو وغوښتل چې که په مرکز یا ولایتونو کې د دې ادارې له کارکوونکو سره له کومې ستونزې سره مخ کېږي، موضوع دې په مستقیم ډول له ده سره شریکه کړي، څو ستونزې په تر…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-22 01:30:14

خط زمانی

  1. Parstoday

    مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې خپل اداري لګښتونه کم کړي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-22 01:25:16

مرستندویه ادارې دې په افغانستان کې خپل اداري لګښتونه کم کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button