EconomyEnglishKabulافغانستان

فطرت: له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې راستنو شوو سوداګرو ۶۸ میلیون… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-23 09:57:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ۸۹ سوداګر او صنعتکاران هېواد ته راستانه شوي او دغلته یې ۶۸ میلیون ډالر پانګونه کړې ده. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ويلي: «له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د جبري اخراجېدونکو مهاجرینو په بهیر کې ۸۹ سوداګر او صنعتکاران چې ډلې یې یو تن د لوړې کچې او ۷۴ تنه د منځنۍ کچې او ۱۴ د ټيټې کچې سوداګر او صنعتکاران دي، هېواد ته راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته خدمات او سهولتونه هم برابر شوې دي.» هغه زیاته کړې، دوی ته د مرکز او ولایتونو په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریب ځمکه وېشل شوې ده. نوموړی ویلي چې یادو سوداګرو او صنعتکارانو په ټولیز ډول ۶۸ میلیون ډالره پانګونه کړې او ۴۶۶۱ کسانو ته په مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر شوې دي. فطرت زیاته کړې، د ۱۵ سوداګرو او صنعتکارانو اسناد ارزول شوي او د بشپړېدو په حال کې دي او هغوی به هم له نافذه اصولو سره سم له امتیازاتو او اسانتیاو برخمن شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-23 09:57:06

Timeline

  1. Pajhwok

    فطرت: له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې راستنو شوو سوداګرو ۶۸ میلیون ډالر پانګونه کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-23 14:25:17

فطرت: له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې راستنو شوو سوداګرو ۶۸ میلیون ډالر پانګونه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button